۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

‏د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې په کلکه ردوي چې ګواکې افغانستان د يووالي وړتيا نه لري.

‏په دې کې شک نه شته چی افغانان هيڅکله د بهرنيو ښکېلاکګرو تر يرغل لاندې متحد نه دي پاتې شوي، بلکې د ملت سترې برخې په ټينګ اتفاق د يرغلګرو پر ضد مشروع مبارزه کړې.

د ښاغلي بایډن دا خبر چې «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده» په خپله د افغانانو پر اتحاد اعتراف دی.‏ویشلي ملتونه نه بلکې یواځې متحد ملتونه کولای شي د سترو یرغلګرو او امپرتوریو د زوال سبب وګرځي.

د اشغال له پای وروسته، موږ وينو چې اسلامي امارت په څومره لږو سرچينو او کم وخت سرتاسري امنيت ټينګ، واحد مرکزي نظام احیا او ولس متحد کړ.‏نفاق یوه بهرنۍ پدیده ده چې یرغلګرو د خپلې بقا لپاره هغې ته لمن وهلې خو مقابل کی یې افغانانو د ګډې اسلامي عقیدې، ګډ وطن، مشترکو تاریخي ویاړونو پر مټ یرغلګر له ماتې سره مخ او اوس د سیال ملت کېدو په پار مستحکم ګامونه اخلي.