‏نن له غرمې وروسته په بهرني سیاست کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي يې د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي سره وکتل.

‏په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او زراعتي مسایلو هراړخیزې خبرې وشوې.

په سر کې د بهرنیو چارو وزیر په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د ازبکستان له مثبتو دریځونو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د دوو اړخیزو ‏اړیکو له لارې مشترکو مسایلو ته حل لارې وپلټي.

مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وویل، چې د دواړو هېوادونو لپاره په ګڼو برخو کې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي دي. متقي صاحب ټینګار وکړ چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په ګڼو کچو سیاسي اړیکې وده وکړي.‏د بهرنیو چارو وزیر همداراز هیله څرګنده کړه چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان په تړاو ناستو کې د افغان حکومت د استازو حضور د دغه ډول ناستو اهمیت لا زیاتوي.

د ازبکستان د پلاوي مشر وویل، چې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف په امر افغانستان ته راغلی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ