غونډه د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، چې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره له ا.ا.ا سره د تروریزم او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار او له افغانستان سره پر بشري مرستو بحث او خبري اتري سره شوې.ښاغلي سرپرست د خپلې وینا په ترڅ کې د هېواد پر سیاسي جوړښت، ډاډمن امنیت، د نا امنۍ او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې سربیره د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم رڼا واچوله او د غونډې د ګډونوالو د اندېښنو په اړه یې هغوی ته ډاډ ورکړ.په یاد سازمان کي دمګړي ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرقیزستان، روسیه او تاجیکستان غړيتوب لري او دا لومړی ځل دی، چې د افغان حکومت له لوري یو لوړ پوړی استازی د دوی په غونډه کې ګډون کوي.