۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د تاتارستان په مرکز کازان کې د مسکو فارمت غونډه کې د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیرخان متقي صاحب بشپړه وینا.

مسکو فارمټ ناستې ته د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي وینا
نېټه: ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۳
ځای: کازان، تاتارستان
————————————————————————————————————————————–
بسم الله الرحمن الرحیم
حامداً و مصلیاً و بعد،
له هر څه وړاندې د روسیې فدارسیون له حکومت او تاتارستان جمهویت نه مننه کوم چې د دې ناستې تابیا یې ونیوله او د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب یې موږ ته د ګډون بلنه راکړه ترڅو د خپل هېواد په تړاو د وروستیو سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګونو په هکله د ناستې ګډونوالو سره هراړخیز بحثونه ولرو.
درنو حاضرینو،
دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۱م کال د اکټوبر پر ۱۶مه زموږ یوه لوی پلاوي داسې مهال د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو اشغال او پر هغوی تکيه اداره له منځه تللي وو، او د افغانستان اسلامي امارت حکومت تازه کار پیل کړی و. هغه مهال ځینو لوریو سره د راتلونکې حکومتدارۍ، د حکومتي بنسټونو احیاء خصوصاً د امنیتي سکتور وزارتونو بیا فعالولو، امنیتی وضعیت او مخدره موادو په تړاو ژورې اندېښنې او جدي پوښتنې مطرح وې.
خو موږ د الله تعالی په خاص نصرت، د ولس په ملاتړ، او په خپل ټینګ عزم باور درلود چې د اشغال پای ته رسېدو سره به سم موږ د یوه خپلواک، امن او ښېرازه افغانستان د بنسټ ډبره ږدو، چی الحمدالله دا کار وشو‌ او په تقویت یی کار روان دی.
تیر دوه کاله موږ د همدې فارمټ او نورو ناستو او فارمټونو په چوکاټ کې سیمې او نړۍ ته د افغانستان امنیتي وضعیت په هکله اطمینان ورکړ او ژمنه مو وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت به د یوه مسؤول حکومت په توګه پرې نږدي چې د افغانستان له خاورې د نړۍ، سیمې او په ځانګړې توګه خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پیښ شي، چي دا ژمنه په ښه ډول عملی شوې ده.
په تېرو دوو کلونو کې موږ د خپل حکومت سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنیادونو رغولو سره هممهاله د اشغالګرو په سیوري کي د روزل شویو فتنه‌ګرو ډلو پرخلاف مبارزه چټکه کړه او وتوانیدلو چي په ټول هیواد کې د داعش پټنځایونه په ډېر مسلکي ډول له منځه یوسو او د افغانستان په شمول د ټولې سیمې د امنیت پرخلاف د یوې سترې دسیسې وروستۍ هڅه هم شنډه کړو.

درنو حاضرینو،
په تېره شاوخوا نیمه پېړۍ کې افغانستان له ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او په ځانګړې توګه د کورني مشروعیت له بحران سره مخ و چې د ګڼو ننګونو لامل شو؛ علمي او عملي تجربو وښوده چې د بحران اصلي ريښه د کورنیو مسئلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق وو چې زموږ جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو.
زموږ د دې ادعا ښه بېلګه تېره دوه کلنه حکومتولي ده، چې له بندیزونو او د کوم جهت له مرستې او ملاتړ پرته مو جنګ ختم او ډاډمن امنیت رامنځته کړ، حکومت مو مرکزي کړ، بودیجه مو خپلواکه کړه، له هیواده مو چا ته ګواښ پیښ نه شو، مخدره موادو سره مو مؤثره مبارزه وکړه، په حکومتي او خصوصي سکتور کې مو کاري فرصتونه پراخ کړل، عدالت ته لاسرسی هرې ولسوالۍ او کلی ته وغزیده، تجارت، ټرانزیټ او پانګونې لپاره مو آسانتیاوې رامنځته کړې، د هیواد په بېلابېلو برخو کي مو د بیا رغوني پروژي پیل کړې او د ولس تر محرومې طبقې پورې مو د خدماتو رسولو کې شفافیت تضمین کړ.
دا هر څه په تېرو شلو کلونو کې په اصطلاح همه شمول رژیم د سوونو زرو بهرنیو او کورنیو عسکرو، پرمختللو وسلو، پراخ مالي ملاتړ او د سیمې او غربي هېوادونو سیاسي ملاتړ سره سره هم ترلاسه نه کړل، چې د پاشلتیا اساسي لامل یې د بهرنیو فرمایشونو د منلو په نتیجه کې د ولس په وړاندي د مشروعیت بحران رامنځ ته کېدل او په مقابل کي یې ولس را پاریدل و.
په همدې اساس مو د خپلو خلکو د دین، تاریخ، کلتور او خصوصا نژدې سیاسي واقعیتونو ته په پام کې نیولو سره د یوه داسې حکومت بنسټ کېښود چې د ښې حکومتدارۍ ترڅنګ د دیني او ملي مشروعیت څخه برخمن وي. هیله من یم چې د سیمې او نړۍ هیوادونه هم پر دې واقعیت د تایید مهر ولګوي ولې په تېرو ٤٥ کلونو کي د نا تعریف شوي همه شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي.
موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د افغانستان اسلامي امارت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي ترڅو دلته له یوې خوا د شریرو جهتونو لاسونه پرې شي او له بلې خوا د یورو-آسیا سیمې، چې د نړۍ نږدې اویا سلنه نفوس، اکثره شتمني او د انرژي درېیمه برخه سرچینې لري، له ظرفیت څخه د سیمې د ثبات او ښېرازۍ لپاره ددې تاریخي فرصت څخه د ټولو په ګټه اعظمي استفاده وشي.

درنو حاضرینو،
په پای کې ځینو مواردو ته غواړم مشخصې اشارې ولرم:
اول: اوس چې د افغانستان اشغال پای ته رسېدلی، امنیت راګرځېدلی او یوه قوي سیاسي اراده موجوده ده، نو د دې وخت راغلی چې د افغانستان په محوریت د سیمه‌ییز اتصال پروژې تطبیق شي. موږ د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست پر بنسټ د سیمه‌ییز اتصال لپاره…که هغه د ټرانسپورټ په بڼه او یا د انرژۍ د لېږد په ډول وي، چمتو یو چې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو. له نوو سیاسي انکشافاتو وروسته، اوس تر بل هر وخت د «شمال او جنوب سوداګریز دهلیز» عملي کېدو ته شرایط برابر دي. دلته د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر ښاغلي میخائیل میشوستین له هغو څرګندونو ملاتړ کوو چې ویلي و «روسیه چمتو ده چې د افغانستان او جنوبي اسیا په ګډون د یورو-آسیا په سیمه کې د سوداګریزو مسیرونو پر پراختیا تمرکز ولري». د سیمې د هېوادونو لپاره هم باید همدا مهم وي چې څنګه خپلې ګټې خوندي کړي او له فرصتونو استفاده وکړي؛
دویم: افغانستان د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او سرمایه‌ګذارۍ قوي ظرفیت لري او موږ له هر ډول تبعیض پرته د زیربنايي پروژو، انرژۍ، معادنو، زراعت، مواصلاتي خطوطو او په ځانګړې ډول د اوسپنې پټلۍ چې ټوله سیمه د افغانستان له لارې په لنډه توګه نښلوي، چمتو یو چې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو؛
درېیم: موږ ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي همکاریو په برخه کې د قاچاقبرانو او نورو ورانکارو عناصرو د تګ او راتګ د مخنیوي په برخه کې خپل تیاری بیا تکراروو. د دغو ګواښونو دفع ډله‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري. موږ په دې برخه کې مؤثرې هڅې کړې دي او په کوردننه مو د مخدره موادو کښت او قاچاق د صفر کولو په موخه مبارزه کړې ده؛ مګر د قاچاق په برخه کې چې دوو اړخیزو همکاریو ته ضرورت ده، د اړوندو هېوادونو همکاریو ته اړتیا لرو.
څلورم: افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې ګڼو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د پراخو سیاسي او دیپلوماتیکو تعاملاتو د پیل شاهد و. په دې اړه د سیمې هېوادونه ډېر مخکښ و، چې مننه یې کوو!
دا د افغانستان او سیمې او نړۍ ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو نوی فصل بولو. د بېلګې په توګه د چین ولسي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت ته له دیپلوماتیکو تشریفاتو سره سم سفیر معرفي کړ. موږ هیله‌من یو چې د چین دا اقدام نورو هېوادونو ته هم ښه مثال شي او زموږ سفیران هم ومني ترڅو د دوو اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره مؤثرې ښکېلتیا ته زمینه برابره کړي.
پنځم: افغانستان ته د نړۍ له بېلابېلو هیوادو سیلانیان، دیپلو ماتان، مرستندویان، خبریالان او څیړونکي په ډاډه زړه راځي او په ټول هیواد کي ازاد ګرزي. بناء موږ یو ځل بیا اعلان کوو هر څوک چي له افغانستان څخه د امنیت او یا هم مخدره موادو په اړه تشویش لري د مغرضو کړیو د تبلیغاتو د اوریدو او د همدې غرضي تبلیغاتو په استناد او بنیاد د عکس العمل ښودوو پر ځای دي خپله افغانستان ته راشي، هیئتونه دي راولیږي او هر څه دي له نږدي په خپلو سترګو وویني تر څو یې تشویش رفع او اطمنان حاصل شي.

په پای کې د روسیې فدراسیون د دې ابتکار له امله د منني ترڅنګ یو ځل بیا ګاونډیو او د سیمې هېوادونو باندې غږ کوم چې افغانستان د مشترکو مشروعو ګټو پر بنسټ ټولو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او هیله‌من یو چې له دې فرصت څخه ټول هېوادونه د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره استفاده و کړي.

له توجه مو مننه ښه وختونه ولرئ.