۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ایران مشهد کې د افغان-ایران ګډې سوداګرۍ خونې له لوري مشهد ته د بهرنیو چارو وزیر د ورتګ په ویاړ جوړ شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د ایراني او افغاني تجارانو له لوري په ترتیب شوې ماښامنۍ کې د خراسان رضوي ولایت والي، معاون یې، په تهران کې د افغانستان لوی سفارت سرپرست، په مشهد کې افغان جنرال کونسل، د ګډې سوداګرۍ خونې مسؤلینو او د دواړو هېوادونو تجارانو ګډون درلود، په ناسته کې محترم متقي صاحب د اسلامي امارت په اقتصاد محوره متوازن بهرني سیاست او افغانستان کې رامنځته شویو تجارتي، اقتصادي، صنعتي او زراعتي فرصتونورڼا واچوله، دغه راز یې ایراني او افغاني تجاران وهڅول چې په افغانستان کې په لوی زړه پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې افغان حکومت به یې په ټول قوت سره تر شا ولاړ وي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ټرانزیتي اهمیت ته په اشارې سره د ګاونډيو، سیمي او نړۍ ترمنځ د نښلون لارې په ګوته کړې او د واخان کوريډور په ارزښت یې هم مفصلې خبرې وکړې.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او سیمه کې د ښه امنیت، یوالي، اقتصادي ودې او هر اړخیزو همکاريو په باب هم څرګندونې وکړې او یادونه یې وکړه چې افغان حکومت به په خپل ټول توان سره د سیمې د ښېرازۍ لپاره هڅې کوې افغانستان په شمول د ګاونډيو او سیمیزو هیوادونو امنیت وننګوي یا هم ورته خطرات متوجه کړي.
په پای کې محترم متقی صاحب تالار کې ناستو سوداګرو ته د پانګونې په برخه کې د سالم رقابت په پار لازمې سپارښتنې وکړې او د افغان-ایران ګډې سوداګرۍ خونې له میلمه پالنې او درانه هرکلي یې مننه وکړه.