۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، ښاغلي توماس نکلاسن، د بهرنيو چارو له وزير، محترم مولوي امير خان متقي، سره وکتل

په دې کتنې کې، د افغانستان په اړه په وروستيو کې د لندن ناستې، تېره اوونۍ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تر سره شوې د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې، په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هيوادونو او سازمانونو د استازو د راتلونکې ناستې، د اروپايي ټولنې له خوا د نيمه پرمختيايي مرستو، په اروپا کې مېشتو افغانانو له پاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. په پيل کې د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنيو چارو وزير ته د لندن ناستې په اړه معلومات ور کړل، هغوی ته يې په کابل کي د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې د بريالي ترسراوي له کبله مبارکي وويله او د سيمې او نورې نړۍ له هيوادونو سره يې دغه ډول ناستې ګټورې وبللې.د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هيوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري او هيله لري چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ تر مينځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي. د ښاغلي نکلاسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د افغانستان حکومت به په دوحې ناستې کې ګډون وکړي او که نه، محترم متقي صيب وويل چې اسلامي امارت د دغې ناستې په اړه په مجموع کې مثبت نظر لري، او د معنیٰ داره ګډون په اړه غور کوي. په پای کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو او همکارۍ د پياوړتيا او پراختيا ژمنه تکرار کړه.