۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

‏د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مُردوف په بلنه پر گڼو دوو اړخيزو مسايلو د خبرو اترو په موخه هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو.

په دې پلاوي کې د بهرنيو چارو وزير ترڅنگ د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان برښنا شرکت مسؤولين هم شامل دي.