۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن له ماسپښين مخکې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ترکمنستان ته د کاري سفر پر دویمه ورځ د ټرانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا مرستیال محمد خان چکي‌ییف سره وکتل

په دې ناسته کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انتقالاتو پر زیاتوالي، د تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ ظرفیت لوړولو او ترکمنباشي بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر په سر کې وویل، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغنډۍ بندر ستراتيژيک حیثیت لري او دواړه هېوادونه هم د لویې لارې او هم د وسپنې پټلۍ له لارې یو بل سره وصل شوي دي. متقي صاحب ترکمن لوري ته وویل، چې د افغانستان حکومت چمتو دی چې د ترکمنستان په پانګونه د تورغنډۍ بندر ظرفیت لوړ کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت او ټرانزیټ کچه لوړه شي. مولوي امیر خان متقي وویل، باید دواړه هېوادونه او د لاجورد لارې پر مسیر د نورو شریکو هېوادونو سره په همکارۍ پر هغو لارو چارو کار وکړي چې زموږ مشترک ستراتيژیک هدف د لاجوردو لار احیا ممکنه کړي. متقي صاحب وویل، اوس چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او یو مسؤول حکومت راغلی د اقتصادمحوره بهرني سیاست یو اساسي هدف د افغانستان په محوریت د سیمې اتصال دی چې د لاجوردو لارې احیا زموږ په اساسي لومړیتوبو کې راځي. د ټرانسپورټ په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال په خپل وار وویل د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې ډېر کارونه د ترسره کېدو په حال کې دي، په ځانګړې توګه د حمل او نقل په برخه کې زموږ اړیکې د پراختیا په حال کې دي. ښاغلي کچي‌ییف وویل، په نژدې راتلونکي کې چې د افغانستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارو ترمنځ قرارداد لاسلیک شي ترکمن لوری به تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ سټېشن د ظرفیت لوړولو رغنیزې چارې پیل کړي. د وزیرانو شورا مرستیال مننه وکړه چې افغان لوري پر وخت تورغنډۍ کې د اړتیا وړ ځمکه د ترکمن لوري پانګونې لپاره چمتو کړې ده. محمد خان کچي‌ییف وویل، د لاجوردو لار ډېره مهمه موضوع ده او اړتیا ده چې په دې اړه د افغانستان په ګډون د لاجوردو د مسیر د پنځه ګونو هېوادونو ناسته ترسره شي. ده وویل، لازمه ده چې د ګډونوالو هېوادونو د ټرانسپورټ او ګمرک برخو مسؤولین کښېني او د دې مهمې لارې د احیا پر لارو چارو هراړخیزې خبرې وکړي. په تېرو کلونو کې مو د رېل پټلۍ په برخه کې د افغان تخنیکرانو روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او له دي وروسته به هم د ټرانسپورټ او وسپنې پټلۍ په برخه کې افغان تخنیکرانو ته روزنه ورکړو. د وزیرانو شورا مرستیال وویل، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا وړ تخنیکي معلوماتو له ترلاسه کولو او توافق وروسته د تورغنډۍ د وسپنې پټلۍ پر سټېشن پانګونه وکړي. ښاغلي چکي‌ییف وویل، راتلونکې اوونۍ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سوداګرو په ملتیا راځي، د ترکمنباشي د بندر لیدنه به هم وکړي.