۲۹ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د یوناما مشرې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوحه۳ ناستې پر جزیاتو او لازمو همغږیو خبرې اترې وکړې.

په سر کې مېرمن روزا اتنبایوا وویل، چې ټیم يې د دوحه ۳ ناستې پر اجنډا کار کوي او هڅه کوي داسې اجنډا ترتیب شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.

د یوناما مشرې وویل، غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظریات واوري او د اجنډا له نهايي کېدو سره سم به د دوحه۳ ناستې ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنلیکونه واستول شي.

د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار ټینګار وکړ چې دا مهمه ده ترڅو داسې اجنډا جوړه شي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي. مولوي امیر خان متقي وویل، افغان حکومت د دوحه۳ په اړه خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی دی او په دې اړه به اړونده لوریو سره نژدې کار ته ادامه ورکړي