په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا. سفیر محترم مولوي بدرالدین حقاني د کوربه هېواد د دولت رئیس محترم شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو خبرې اترې وکړې.
همداراز افغان سفير دولت رئيس ته په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړي په چارو کې د تسهیلاتو غوښتنې وکړې او ترڅنک یې په اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ځینو ستونزو د اواري په تړاو هم يادونه وکړه.
په ناسته کې ښاغلي شیخ محمد بن زاید آل نهیان په خپلو خبر کې د یادو شویو مواردو په تړاو د همکارۍ او اسانتیاوو ژمنې وکړې، دغه راز د دولت رئيس افغانستان خپل ورور هیواد یاد کړ او ترڅنګ یې د خپلې همېشنۍ او ژورې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د یادولو وړ ده چې د ٢٦/۰۵/۱۴۴۶ نېټه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د کوربه هېواد د دولت رئیس ته د یو لړ رسمي او پرتمینو مراسمو په ترڅ کې باورلیک هم وراندې کړی وو.