نن د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي له لوري ښاغلی دوکتور محمد نعیم د یوې غونډې په ترڅ کي د وزارت رئسانو، معاونیو او کارمندانو ته د وزارت د اداري مرستیال په توګه معرفي شو.
ښاغلی دوکتور محمد نعیم چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال په حیث ټاکل شوی وو، نن ورځ یې په بهرنیو چارو وزارت کې رسما په کار پیل وکړ.
محترم دوکتور محمد نعیم له فتحي وړاندي د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون او په قطر کي د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د غړي او له فتحې وروسته قطر کې د ا.ا.ا. د سفارت د سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي.