د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، له هېواده بهر د افغانستان سیاسي استازولیو سره په کنړ او څنگلوريو ولايتونو کې له زلزلې وروسته زيانمنو هېوادوالو سره د کېدونکو مرستو په تړاو خبرې وکړې.د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ټولو دیپلوماتیکو استازولیو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل ماموريت په هېوادونو کې حکومتي مسؤولينو، خيريه بنسټونو او اهل خير وگړو ته له زلزلې وروسته د وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړي او د مرستو د رسولو، اړینو اسانتیاو او ښه مدیریت په برخه کې هڅې وکړي.