د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په مدینه منوره کې د هندي عمره کوونکو په ترافیکي پېښه چې پکې شاوخوا ٤٢ تنه شهیدان او ګن نور ټپیان شوي دي خپله ژوره خواشیني څرګندوي.
د دې دردناکې پېښې له امله د هند حکومت، او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او شهيدانو ته د فردوس جنت دعا کوي.