د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په کوربه توب د افغانستان – منځنۍ آسیا او آذربایجان د څېړنیزو مرکزونو مهمه سیمهییزه ناسته په کابل کې ترسره کېږي
کابل – ۱۶ جون ۲۰۲۶
ټاکل شوې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت او کوربهتوب، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۶مه نېټه په کابل ښار کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او لوړه کچه ناسته ترسره شي.
په دې ناسته کې به د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او آذربایجان هېوادونو د ولسمشرانو د دفترونو تر چتر لاندې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون وکړي.
دا ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان او د سیمې هیوادونو همکارۍ ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي. ګډونوال به د سیمهییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه وکړي. همدارنګه به د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت وارزول شي او د عملي، پلي کېدونکو او پایلهمحوره وړاندیزونو پر وړاندې کولو به تمرکز وشي.
د دې ناستې یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د یادو هیوادونو څېړنیز بنسټونه به په مستقیم ډول د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه خپل لیدلوري شریک کړي، چې تمه کېږي د یادو هیوادونو د پالیسیو ترمنځ همغږي نوره هم پیاوړې کړي.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه د محترم مولوي امیر خان متقي، د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر، له خوا په رسمي ډول پرانیستل شي.
تمه ده چې دا ناسته به نه یوازې د افغانستان د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست انعکاس وکړي، بلکې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، او د سیمې د پایدار ثبات او ګډې هوساینې لپاره یو نوی فصل پرانیزي.
دغه فورم د دې پیغام څرګندونه کوي چې افغانستان د سیمې د اتصال، همکارۍ او اقتصادي ودې لپاره یو مهم او فعال شریک پاتې کېږي.