د بهرنيو چارو وزير سره د م.م د پراختیا سازمان استازي وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان (UNDP) له نوي استازي، ښاغلی تورهان صالح سره وکتل
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو، د نشه يي توکو د بدیل معیشت، چاپېریال ساتنې، اقلیم بدلون او طبیعي پېښو ته د رسېدنې اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بشري مرستو ترڅنګ د انکشافي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ښاغلي تورهان صالح د افغانستان له لومړیتوبونو سره د UNDP د پروګرامونو د همغږۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې یاد سازمان به د افغانانو د اړتیاوو پر بنسټ، د انکشافي پروژو او ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.