د افغانستان اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د بلوچستان ایالت د سورینج د ډبرو سکرو کان د غمجنې پېښې په تړاو د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونېد پاکستان د بلوچستان ایالت د سورینج په سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله، چې په پایله کې یې ۳۴ تنه کان کېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور لا هم ورک دي، ژوره خواشیني څرګندوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د مغفرت دعا، کورنیو او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.