په دې ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیاکتنې ترڅنگ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينگار وشو.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل،
زموږ سيمه کې په گڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مختلف فرصتونه راټوکېدلي دي او باور لرو چې موږ او تاسې وتوانېږو له دغو فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو په گټه استفاده وکړو.
مولوي امير خان متقي وويل،
دغه درې اړخيز ميکانيزم موږ ته د دې فرصت راکوي چې د همکاريو د لا پراختيا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولرو.
د بهرنيو چارو وزير همداراز وويل،
د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته موږ خپله بهرنۍ پالیسي د اقتصاد په محور اعلان کړه او هڅه مو دا ده چې افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي نښلون د څلور لارې په روایت بدل کړو او نوي ځمکني واقعیتونه هم زموږ د دغه سياست له برياليتوب سره مرسته کوي.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړه،
دا چې موږ تېرو څلورو کلونو کې په سوداګرۍ، پانګونې او د سیمه ییز اتصال په پروژو کې کوم پرمختګ کړي دي، د همدې نیت او ارادې ملموس نتایج دي.
مولوي امير خان متقي همداراز وويل،
درې واړه هیوادونه په اقتصادي برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري چې باید په ښه ډول ترې استفاده وشي او اقتصادي موضوعات له نورو مسايلو سره ونه تړل شي.
همداراز د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده وبللې او زياته يې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په گڼو برخو کې پراخې شوې دي.
ښاغلي وانگ يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفيرانو کچې ته د ديپلوماتيکو استازوليو لوړول ښه پرمختگ وباله.
د پاکستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير هم د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته مهمه وبلله او دا يې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا ښه فرصت ياد کړ.
ښاغلي اسحاق ډار هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو زياتوالی وستايه او هيله يې څرگنده کړه چې دواړه هېوادونه لا زيات پرمختگونه ولري.
په پای کې د ناستې گډونوالو د ورته ناستو پر دوام او اړيکو پراختيا ټينگار وکړ.