نن په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړی استازی، ښاغلی طارق علي بخيت، او ورسره مل پلاوي د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره په ستوري ماڼۍ کې وليدل.
ښاغلي طارق علي بخيت د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پريکړه ليک د تطبيق په برخه کې شويو پرمختګونو، په دې لړ کې شويو