ښاغلی مولوي رحمت الحق فضیل د نورالحق صاحب زاده زوی، په ۱۳۶۱لمریز کال د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ د صاحب زاده د کلاچې په منطقه کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د جهادي تنظیمونو په مدارسو د سرخاب په کمپ کې پیل کړې او په بیلابیلو مدارسو کې یې سرته ورسولې دي. نوموړي په ۲۰۰۶ کال کې د کندهار په نوي ښار کې استوگنه درلوده، چې د ناټو د ځواکونو په واسطه ونیول شو او د نوموړي استوگنځای یې په بمونو ویجاړ کړ او له مشر ورور سره یې یوځای په کندهار کې د CIA مرکز ته د (ملا صاحب د سرای)په نوم انتقال او بندیان کړل او د زندان تورې شپې تر هغې سبا کولې، چې د اسلامي امارت مجاهدینو په زندان حمله وکړه او ازاد شو.
ښاغلي مولوي فضیل له فتحې مخکې په جهادي دور کې په بېلابېلو پوستونو کار کړی دی، د استخباراتو د کمیسیون د غړي د مفتش، د اسلامي امارت د اکاډمۍ د شرعیاتو استاذ، همدارنگه د امیر المؤمنین -حفظه الله- د فرمان له مخې د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د معاون، چې د هغې په اډانه کې گمرکات، برق او زراعت وو، مسؤلیت تر سره کړ. مولوي صاحب فضیل په کندهار، فراه، غزني، لوگر، بادغیس، فاریاب، جوزجان او هلمند کې وکولای شول چې گمرکونه په ښه ډول مدیریت کړي او د سوداگرو او خلکو گمرکي ستونزې حل کړي.
ښاغلی مولوي فضیل په کندهار، فراه، غزني، لوگر، بادغیس، فاریاب، جوزجان او هلمند کې وکولای شول چې گمرکونه په ښه ډول مدیریت کړي او د سوداگرو او خلکو گمرکي ستونزې حل کړي.
کله چې د ۱۴۰۰ل کال په اوړي کې چټک بدلونونه پیښ شول او د اسد په ۲۴مه هېواد خپلواک او ویاړلې فتحه د مجاهدینو په برخه شوه، نوموړی په کندهار کې د جنوب د گمرکاتو په مدیریت بوخت و، د سرپرستې کابینې او د مالیې وزارت د سرپرست په حیث د ملا هدایت الله بدري له معرفي کولو نه وروسته کابل ته راغی او د عوایدو په معینیت کې د افغانستان د گمرکاتو د رییس وټاکل شو، چې څه موده وروسته د امیرالمؤمنین -حفظه الله تعالی- له لوري د بهرنیو چارو وزارت د اداري معین په توگه وټاکل شو.