ښاغلی متقي پېژندل شوی افغان سیاستوال او د طالبانو د اسلامي غورځنګ له رهبري غړو څخه دی چې د افغانستان په مهمو سیاسي او اداري برخو کې د کار او فعالیت مخېینه لري. مولوي امیر خان متقي د ۱۴۰۰ل کال د سنبلې له ۱۶مې (۲۰۲۱م کال د سپټمبر ۷مې) نېټې راهیسې، وروسته له هغې چې کابل فتحه شو، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوي.