دوکتور محمد نعیم د شهید ډاکتر اغاجان زوی چې په شپږ کلنۍ کې يې والد محترم د شورويانو او کمونيستانو له خوا شهيد کړل شو په ۱۳۵۳ کال کې، د میدان وردگو ولایت، د چک ولسوالۍ د عربانو درې د بهادر خان په کلي زیږېدلی دی.لومړنۍ دیني زده کړې او د دري نظم کتابونه یې په کلي کې له خپل اکا مرحوم ملا صاحب امیر جان څخه لوستلي دي. لومړنۍ عصري زده کړې یې د کابل په سپین کلي ښوونځي کې کړې، پاتې زده کړې یې د چک ولسوالۍ د عربانو په لیسه او شهادت عالي دیني مدرسه کې وکړې د درسونو ترڅنگ يې د قرآن کریم حفظ هم په پلرني ټاټوبي کې بشپړ کړ.
دوکتور محمد نعیم د تعلیمي سلسلې تر سره کولو او بشپړولو په موخه گاونډي هېواد پاکستان ته لاړ، هلته په ۱۳۷۴ کال کې د لیسانس تر کچې د عربي ژبې او اسلامي زده کړو له پوهنځۍ څخه فارغ شو. د ماسټرۍ مرحله یې د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې پیل کړه او په ۲۰۰۴ کال کې په لوړ امتیاز (گولډ میډلست) فارغ او ورپسې یې د دوکتوراه مرحله هم په همدې اسلامي پوهنتون کې پیل کړه، په ۲۰۰۵ کې یې درسونه بشپړ او په ۲۰۱۰ کې یې رساله او د دوکتورا مرحله سرته ورسوله. البته د رسالې مناقشه يې نه ده شوې
ښاغلی دوکتور محمد نعیم له پیله د عصري تعلیم تر څنگ له وخت نه په استفادې سره همهاله دیني زده کړې هم کولې، چې په همدې لړ کې یې په ۲۰۰۶ م کې د پېښور په دار العلوم حقانیه مدرسې کې د حدیثو لویه دوره وکړه او د فضیلت پگړۍ یې وتړله او د نبوي احادیثو په مبارکه دوره کې چې تقريبا اته نيم سوه فاضلان پکې وو د خپل کال د ټولو فاضلانو په لړ کې لومړی مقام تر لاسه کړ.
له ۲۰۰۸ تر ۲۰۰۹ د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د تدریس دنده تر سره کړې ده او له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ پورې یې په پېښور کې د عربي ژبې او إسلامي زده کړو په پوهنځۍ کې استاذ و.
د امریکايي یرغل له پیل سره سم داسلامي امارت په لیکو کې د زده کړې تر څنگ یې فکري، جهادي، فرهنگي او سیاسي فعالیت پیل کړ، چې په دې لړ کې يې د دښمن له خوا د زندان سختۍ او تکالیف هم گاللي دي.
ښاغلي دوکتور محمد نعیم په قطر کې د ا.ا.ا. د سیاسي دفتر غړی او ویاند او له امریکایانو سره د افغانستان اسلامي امارت د مرکچي پلاوي غړی و.
د کابل له فتحې وروسته هغه مهال چې په دوحه کې د قطر دوست هېواد له خوا د افغانستان سفارت، اسلامي امارت ته وسپارل شو، ښاغلی دوکتور محمد نعیم په دوحه کې د ا.ا.ا. د سفارت لومړنی سرپرست سفیر وټاکل شو او په ۱۷/۱۰/۱۴۰۳ نېټه، د امیرالمؤمنین –حفظه الله- دحکم له مخې د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري معین په توگه وټاکل شو.