کور پاڼه   >  قونسلي خدمتونه

قونسلي خدمتونه

د قونسلي چارو ریاست د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یو له مهمو او پرکاره ریاستونو څخه دی، د خپلو وګړو د حقوقو او ګټو څخه دفاع د بنسټیز دندو څخه شمیرل کیږي چې د اسلامي احکامو په رڼا کې، امیرالمؤمنین حفظه الله فرامین، د رئیس الوزراء عالي مقام احکام، نافذه اصول او د قونسلي اړیکو په اړه د ویانا ۱۹۶۳ نړیوال کنوانسیون په چوکات کې معیاري خدمتونه وړاندې کوي. قونسلي چارو ریاست خپلې ټولې ورسپارل شوې دندې د دغو پنځو معاونیتونو(حقوقي،جنایی او محبوسینو چارو معاونیت، د کډوالو، پناه غوښتونکو، تابعیت، هویت تثبیت او په بهر کې د افغانانو چارو معاونیت، د بهرنیو وګړو لپاره د ویزې چارو معاونیت، پاسپورت چارو معاونیت او تصادیق چارو معاونیت) له لارې پر مخ بیایي.

تصدیقونه

بشپړ معلومات

د سفارتونو او قونسلگریو خدمتونه

د هېوادوالو خدمتونه