۰۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

‏نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې د پاکستان ملي امنيت سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوي وکتل.

ښاغلي یوسف د خپل حکومت له لوري د همکاریو ژمنتیا څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو لیدلوری اقتصاد محوره دی او دا یو مثبت ‏پرمختګ دی ، د دې فکر د قوي کولو لپاره به په ګډه کار کوو.

د پاکستان د ملي امنیت مشاور وویل؛ حکومت یې چمتو دی چې د چمن او طورخم لارو کې د تګ راتګ په برخه کي همکاري وکړي تر څو د ټرانزیټ او په دروازو دتلونکو، راتلونکو خلګو ته سهولتونه رامنځ ته شي.‏د بهرنیو چارو وزیر د دوی له همکاریو څخه مننه وکړه او د همکاري ډاډ یې ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې د کرښې دواړو اړخونو ته د پرتو ولسونو، ناروغانو او تجارانو ته د تګ راتګ لپاره اسانتیاوي برابرې شي.

محترم متقي صاحب یادونه وکړه چې د ازبکستان-تاجکستان او ترکمنستان سره مو د تجارت لار ‏د ترانزټ لپاره خلاصه کړې او له تاسو څخه هم توقع لرو چي زموږ تجارانو ته سهولتونه برابر کړئ.

په دې لیدنه کې هوکړه وشوه چې د تجارت د لاښې ودې په هدف دي د دواړو غاړو ګډه کمېټه جوړه شي تر څو د تجارت په برخه کې راتلونکې خنډونه حل او تجارت ته وده ورکړل شي.