د بهرنيو چارو وزارت غواړي په ډاګه کړي چې د ډيپلوماتيکو کادرونو بدلون يو معمول چاره او د هر هېواد مشروع حق دی.باوري يو چې په نويو ګومارنو سره به د سفارت په چارو کې د شفافيت او همدارنګه د دواړو مسلمانو، دوستو او وروڼو هېوادونو د مناسباتو په ټولو برخو کې د پراختيا شاهدان واوسو.