‏نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي صاحب سره د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر ښاغلي پال کلومان بکر وکتل.

په ناسته کې په اړوندو دوه اخیزو موضوعاتو د بحث تر څنګ په امنیتي برخه کي د اسلامي امارت اقدامات مؤثر وګنل شول او د ورته ناستو په زياتوالي ټينګار وشو ‏تر څو دوه اړخیزه ښکېلتیا وده وکړي.
دغه زار متقي صاحب په اروپا کي د افغانانو ستونزو ته د حل په موخه د قونسلي خدماتو په برخه کې د لاسرسي یادونه وکړه او ویې ویل؛ د افغانستان د قضایاوو په اړه له هغه جهت سره باید خبرې او تعامل وشي چې حاکمیت او د پریکړو د عملي کولو صلاحیت لري