۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست او په مالیزیا هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د هلو ځلو په پایله کې په یاد هېواد کې مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورتونو د چاپ او وېش لړۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پېل شوه.

مالیزیا کې د ا.ا.ا.لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي دیادې پروسې دپیل په مراسموکې په یاد هیواد کې مېشتوافغانانو ته ډاډ ورکړچي په شفاف او چټک ډول به قونسلي خدمات وړاندې کوي اودغه رازبه د سفارت ټول همکاران د ا.ا.ا. په استازيتوب په ښه همږغي او هماهنګي خپلي رسمي چاري ترسره کوي.