په دې کتنه کې ښاغلي ريبيرو دبې پولې ډاکترانو(MSF) له عمومي اهدافو، په افغانستان کې د دوی له فعاليتونو،کاري ساحو او وړاندې شويو خدمتونو څخه يادونه وکړه.ده زياته کړه؛ مونږ په روان کال(۱۴۰۲ ه.ل) کې تر «اووه سوه زره» پورې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي او د يادو مرستو په رسولو کې د ا.ا.ا له همکاريو څخه خوښ او منندوی يو.په ورته مهال ښاغلي ريبيرو له بهر څخه د دواء په رالېږد او هم له هوايي لارې د ناروغانو په لېږد کې له ځينو ستونزو څخه هم يادونه وکړه.ښاغلي ستانکزي صېب؛ په افغانستان کې د (MSF) خدمتونه وستايل او د يادې لړۍ د پراختيا او تداوم غوښتنه يې وکړه او د شته ستونزو د هواري ژمنه يې وکړه او زياته يې کړه؛ هر هغه نهاد چې د افغانستان د بهبود لپاره کار کوي، د بهرنيو چارو وزارت له ټولو سره بشپړې همکارۍ ته ژمن دی.