۲۴ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره تلیفوني خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزیر لومړی ښاغلي محمد اسحق ډار ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حیث د ټاکل کیدو مبارکي وویله او هیله یې وښوده چې د نوموړي ټاکنه به د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولري. متقي صاحب وویل: چې سیمه ورځ تر بلې خپل مثبت تعاملات زیاتوي او د سیمې په کچه د سترو زیربنایي پروژو عملي چاري په پیلیدو دي او د پاکستان د رغنده برخې اخیستلو په تمه یو. متقي صاحب ښاغلي ډار ته افغانستان ته د سفر کولو بلنه ورکړه.ښاغلي اسحق ډار له متقي صاحب څخه مننه وکړه او هوډ یې څرګند کړ چې د خپل ماموریت په موده کې به د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي. په پای کې دواړو لوریو په ډیورنډ کرښه د مسافرو، مریضانو او سوداګریز تګ راتګ کې د اسانتیاو په راوستولو او د شته ستونزو په لمنځه وړلو ټینګار وکړ.