د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو د اقتصاد له وزیر سره په ابوظبي کې ولیدل

نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چازو وزیر مولوي امیرخان متقي او متحده عرب اماراتو د اقتصاد وزیر ښاغلي عبدالله بن طوق المري او مل پلاوو ترمنځ د یو لړ اقتصادي چارو په اړه دوه اړخیزه ناسته ترسره سوه.
د لیدنې په پیل کې ښاغلي عبدالله بن طوق المري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په مشري پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د متحده عربي اماراتو اوسنی اقتصادي وضعیت تشریح کړ او د افغانستان -اماراتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه یې خپله ژوره لیوالتیا څرګنده کړه.
محترم متقي صاحب په خپل وار سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پانګونې شته فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. په دې کتنه کې د معادنو استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، دزراعتي محصولاتو لپاره د بازار مندني، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او د ترانزیټ پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرانو لېږد، د بانکي اړیکو عادي کول او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاريو په باب هر اړخیز او تفصیلي بحثونه ترسره شول.
په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د یادو مواردو د تطبیق لپاره به تخنیکي ټیمونه ټاکي ترڅو یاد پروګرامونه په اغېزمن ډول عملي شي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.