د بهرنيو چارو وزیر د پاکستان له ځانگړي استازي سره وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي محمد صادق خان او مل پلاوي وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ټرانزیت او ولسونو تر منځ په تګ راتګ خبرې وشوې.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې په ټرانزیټي لارو او تجارتي برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه ندي او په کار ده چې مسایل یو له یو بل سره ونه تړل شي. همدا راز، د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین باید د جبري ویستلو پر ځای په تدریج سره په ابرومندانه شکل خپل وطن ته راستانه شي.

د پاکستان ځانګړي استازي افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه وباله او ژمنه یې وکړه چې افغانانو ته د ویزو د ورکړي او پاکستان ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار به اړین اقدامات کوي او هم به د تجارت او ترانزیټ په برخو کي د شته ستونزو د حل په لوري عملي ګامونه پورته کړای شي.
دواړو لوریو د مسایلو د حل په موخه د ګدو ناستو او د هیئتونو په تګ راتګ ټینګار وکړ.