په افغانستان کې د م.م. ځانگړې استازې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

په دې کتنې کې د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وروستۍ وينا، د امنيت شورا له خوا د يوناما د ماموريت د تمديد، او په نيويارک او ويانا کې د خپلو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل. همداراز يې له مخدره موادو سره د مبارزې، خصوصي سکتور د پياوړتيا او د بانکدارۍ د ستونزو د هواري په اړه د ملګرو ملتونو پر هڅو رڼا واچوله.

د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امير خان متقي، د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه کړ او د اسلامي امارت د نظر د رعايت په صورت کې يې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ور کړ.