د بهرنیو چارو وزیر سره خپل پاکستاني سیال ټیلیفوني خبرې وکړې

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اسحاق ډار د افغانستان په ختیځو سیمو کې د تېرې شپې په زلزله کي د اوښتو زیانونو له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل او په دې غم کي یې ځان شریک وباله.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي اسحاق ډار څخه په دې لوی ناروین کې د غمشریکۍ او خواخوږۍ له امله مننه وکړه.