د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت د هېواد په ختيځ کې د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شوو ځاني او مالي تلفاتو په تړاو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویو بنسټونو له خوا د خواخوږۍ، غمرازۍ، بشري همکارۍ او مرستو له امله مننه او قدرداني څرګندوي.