د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په عامو سفرکونکو وروستۍ چادونه چې له امله یې ګڼ شمېر ولسي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي؛ غندي.
د ملکی وګړو مرګ ژوبله که د هر چا لخوا او په هر شکل وي؛ د غندني وړ ده.د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.