د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې عربي جمهوریت پلازمېنې دمشق يوه کافه کې ترسره شوی برید، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندي.
افغانستان اسلامي امارت پر ملکي وګړو بریدونه د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بولي او د سوريې امنيت او ثبات ته دغه ډول پېښې د اندېښنې وړ ننګونه گڼي.