۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د بهرنیو چارو وزارت د مراجعینو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت کابینې د ۱۳۹۷/۳/۲ نېټې د ۴مې ګڼې په اساس، د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین د قونسلي چارو رئیس او د اړوندو څانګو مسؤلین د مراجعینو ستونزو او شکایتونو ته رسيدګي کوي.

له ټولو درنو مراجعینو څخه هېله کيږي که چیرې د بهرنیو چارو وزارت ته د مراجعې، د خپلو اسنادو او کارونو د طی مراحل کولو په وخت کې له ستونزو سره مخامخ کيږي نو د دې خبرتیا په پای کې د موجود لینک څخه ستونزو ته د رسيدګۍ فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته يي دې برښنا لیک ته complaints@mfa.af ته واستوي. همداراز، مراجعین کولای شي چې د یادې فورمې هارډ کاپي د قونسلي چارو، فرهنګي اړیکو او ډيپلوماتيک ارشیف ریاستونو د پذیرش څانګې یا ریسيپشن څخه ترلاسه او له ډکولو وروسته يي د شکایتونو صندوق کې واچوي.

یو ځل بیا ټینګار کيږي چې د قدرمنو مراجعینو ټولې ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه د ادارې او سرچینو معین او د اړوندو څانګو د مسؤلینو له لورې لوستل کيږي او څیړل کيږي او د حل په موخه يي جدي اقدامات ترسره کيږي.

د یادونې وړ ده چې ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ بهیر په دوامداره توګه دوام لري او د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د هېواد والو کارونو او ستونزو ته پر وخت او په ښه ډول رسيدګي وکړي.

فورمه دنلود