‏د ا.ا.ا د واقعيتونو د موندنې او انعکاس پر اهميت ټينګ باور لري او د دغې موخې د تحقق لپاره يې رسنيو او کارکوونکو ته د فعاليت د اجازې تر څنګ اړينو معلوماتو او د هيواد هرې سيمې ته د لاسرسي مساعد کاري چاپيريال برابر کړی؛ چې له برکته یې په هيواد کې له ۲۷۰ زياتې داخلي رسنۍ فعاليت کوي.

‏په دې برسېره په هيواد کې ۱۴ بهرنۍ رسنيزې شبکې دايمي شتون لري او د ۱۴۰۱ کال له پيل را پدېخوا تر اوسه د اسيا، اروپا، امريکا او استراليا لويو وچو اړوندو بېلابېلو هيوادونو څخه د ۱۹۶ رسنيزو شبکو اړوند تر ۷۰۰ زياتو بهرنيو ژورناليستانو ته د راتګ او راپور جوړونې اسانتياوې چمتو کړي.

‏د ا.ا.ا ټولو رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره سم د مسلکي چلند په چوکاټ کې د آزادانه فعاليت او خونديتوب ډاډ ورکوي.

د یادولو ده چې د ا.ا.ا د بشپړ حاکمیت را وروسته د هیڅ خبریال وژنه نده رامنځته شوې او نه هم د رسنیو استازي او مراکز له امنیتي ننګونو سره مخ شوې دي.