د ناستې په جریان کې د افغانستان-ایران ترمنځ په تجارتي، ټرانزیتي، ریل پټلۍ او زراعتي برخو کې د پرمختګ او بازار موندنې په اړه بحثونه ترسره شول، دغه راز دواړو لوریو ټینګار وکړ چي په یادو برخو کې د شته او رامنځته شویو فرصتونو څخه لازمه استفاده وشي تر څو د دواړو هیوادونو په هر اړخیزو اړیکو کې دغوړېدا او ترقۍ لامل وګرځي.
همدازار د دوه اړخیزو صادراتو او وارداتو د کچې د لوړېدا او موازنې د ساتلو په تړاو هم په ګمرکونو کې د لا نورو اسانتیاو د رامنځته کولو او د سوداګرو غوښتنو او ستونزو ته د جدې پاملرنې ژمنې ترسره شوې.همدارنکه ښاغلي والي یو ځل بیا مننه وکړه، ایران او په ځانګړې ډول مشهد ته یې د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سفر مهم او مثبت وباله.
د ناستې په پای کې محترم متقي صاحب د ایران اسلامي جمهوریت له میلمه پالنې مننه وکړه او په مهال یې مشهد کې د میشتو افغان مهاجرینو او تجارانو سره د همکارۍ او لا ښه چلند هیلې څرګندې کړې.