طلب اللقاء

دا خدمت به په هېواد کې مېشت له ټولو بهرنیانو او له هېواده بهر اشخاصو او ادارو سره مرسته وکړي، چې خپلې غوښتنې او د افغانستان د اسلامي امارت د بېلابېلو چارواکو، وزارتونو او ادارو سره د لیدنو هوډ لري. دا چاره د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست بشپړوي، له بهره اړیکه به له تشریفاتو سره مخامخ یا هم د افغانستان د سیاسي استازلیو له لارې تنظیمېږي.

د رسمي لیدنو کړنلار او معلومات

د بهرنیو ډیپلوماټیکو او سیاسي استازولیو ډیپلوماټان او چارواکي او د بېلابېلو ادارو بهرني وگړي، چې غواړي په افغانستان کې د اسلامي امارت له چارواکو او مسوولینو سره رسمي لیدنې ولري، خپلې غوښتنې او د ناستو اجنډا به دلته د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د ریاست له لارې وړاندې کوي، چې له هوکړې او منښت سره سم به ورسره اړیکه او د غوښتل شوو لیدنو په برخه کې همغږي رامنځ ته کېږي.
برېښنالیک
اړیکه