د ا.ا.ا. د بهرینو چارو وزارت د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یو مثبت اقدام او د شته حقایقو درک بولي، چې په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي چاپیریال ښه والی تاییدوي. دا د اسلامي امارت له اړخه د هېوادني امنیت، اقتصاد او نورو برخو په لړ کې د مثبتو لاستهراوړنو په هکله یو څرگند اعتراف دی.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د آزاد تگ راتگ حق لري. د ا.ا.ا. د متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د بیرته راستنېدو په اړه چې نور په کوربه هېواد کې د پاتې کیدو شرایط نه پوره کوي، د رغنده خبرو اترو لپاره چمتووالی څرگندوي. موږ د داسې دوه اړخیزو میکانیزمونو او خپلو اتباعو ته د قونسلي خدماتو په اهمیت ټینگار کوو چې له منل شویو معیارونو سره سم د پیچلتیاوو مخنیوی وکړي، د ملي امنیت اندیښنو ته ځواب ووایي او د راستنیدونکو اتباعو عزت او حقوق تضمین کړي.