د بهرنيو چارو وزير سره د جماعت اسلامي پاکستان پلاوي وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د محترم پروفيسور محمد ابراهيم په مشرۍ د جماعت اسلامي پاکستان له پلاوي سره وکتل.د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او پاکستان ترمنځ په گڼو کچو د پلاوو تگ راتگ مهم وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې مثبتې اړيکې د دواړو ولسونو په گټه وبلل.

مولوي امير خان متقي په پاکستان کې د جماعت اسلامي اجتماعي خدمات د ستاينې وړ وبلل او له څو لسيزو راهيسې يې د افغان مهاجرينو کوربه‌توب له امله مننه وکړه او پاکستان کې يې د ديني گوندونو رول د پام وړ وباله.

پروفيسور محمد ابراهيم او د پلاوي نورو غړو په خپل وار د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ پر نږدې‌والي ټينگار وکړ او افغانستان کې يې له فتحې راهيسې پرمختگونه وستايل.د پلاوي غړو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې ښه‌والی د کرښې د پورې غاړې ولسونو د ژوند ښه کولو سره مرستندوی وباله او هيله يې څرگنده کړه چې پر ستونزو لاسبري شي.