د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومي رئیس معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د مرستیال مولوي سیف الدین تائب له لورې ښاغلی ډاکټر عبدالباري عمر چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی وو، د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.

په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزارت معین محترم دکتور محمد نعیم، د وزارت کارکوونکو او یو شمېر امارتي مسؤلینو ګډون درلود، د نوموړي کاري مخینه او خدمات وستایل شول.

دغه راز د نوموړي ګومارنه د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د چارو د لا پیاوړتیا او د بهرنیو استازو سره د تعامل او ښې همږغۍ لپاره مهم ګام وبلل شو. غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.