د ا.ا.ا. او د ایران ا.ج. د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي په ټلیفوني تماس کې د اوسني وضعیت او دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر خوښي وښوده چې د منفي پایلو څخه مخنیوی شوی او د سیمې امنیت او ثبات یې د ټولو لوریو په ګټه وباله.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکولو باندې په ټینګار سره، د تعامل او ډیپلوماسۍ لارې دوام يې ټولو خواوو ته تر ټولو غوره انتخاب وګڼل.

په مقابل کې ډاکټر سید عباس عراقچي د ټلیفوني تماس څخه مننه وکړه او د افغانستان د حکومت، خلکو او رسنیو له مثبتو دریځونو یې قدرداني وکړه. هغه د دوو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په حال کې وبللې.
ښاغلي عراقچي په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ‌راتګ یو مثبت ګام وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو زیاتوالی یې د ستاینې وړ وګاڼه.