د بهرنيو چارو وزير سره د تاجيکستان سفير وکتل

په دې کتنه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې او د پلاويو تګ‌راتګ ته په اشارې سره، وویل چې افغانستان او تاجکستان د دوو ګاونډیو، ورور او مسلمانو هېوادونو په توګه، او د ژورو کلتوري او ژبنیو اړیکو او مشترکاتو په پام کې نیولو سره، کولای شي له رامنځته‌شویو فرصتونو څخه په ښه توګه کار واخلي ترڅو په ټولو برخو، په ځانګړي ډول سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کې اړیکې پراخې کړي.

هغه زیاته کړه چې هیڅوک نشي کولای چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې او د باور فضا زیانمنه کړي، او د افغانستان اسلامي امارت، تاجکستان سره د اړیکو د لا زیاتې پراختیا په برخه کې قوي ژمنه لري.

د تاجکستان سفیر، افغان بهرنیو چارو وزیر ته د ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر له خوا د نیکو هیلو او سلامونو د وړاندې کولو تر څنګ، د کابل او دوشنبې ترمنځ د مخکنې توافقاتو په اړه وروستي پرمختګونه وړاندې کړل. هغه وویل چې تاجکستان د دوو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لیدلوري په درلودلو سره مهمې اقتصادي برنامې او پروژې لري، او کابل سره د ښه نیت او شته واقعیتونو پر اساس د اړیکو پراختیا غواړي.په پای کې، راتلونکي کال کې د ګډې اقتصادي کمیټې جوړولو پر څرنګوالی، د سرحدي او امنیتي همکاریو پیاوړتیا، او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د برنامو په اړه نظرونه شریک شول.