د افغانستان اسلامي امارت د کمکي اختر په مناسبت یو تن امریکایي تبعه «ډینس کویل»، چې د افغانستان له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې له امله نیول شوی و، آزاد کړ.
د یاد بندي کورنۍ د اختر د مبارکو ورځو په مناسبت، او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له محترم مقام څخه د شفقت او عفوې د غوښتنې پر بنسټ، د هغه د آزادولو غوښتنه کړې وه. د سترې محکمې د محترم مقام له لوري د نوموړي پخوانی حبس کافي وبلل شو، او نن په کابل کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د افغانستان اسلامي امارت دا اقدام د بشري خواخوږۍ او نېک نیت پر بنسټ ترسره کوي، او باور لري چې دا ډول ګامونه کولای شي د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي. همداراز، هیله څرګندوي چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته د حل لارې ومومي.
د افغانستان اسلامي امارت له ورور هېواد متحده عرب اماراتو څخه په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ له امله مننه کوي.د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت