د بهرنيو چارو وزير سره د ناروې دولت ځانگړي استازي وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د ناروې شاهي دولت له خوا افغانستان لپاره نوی ټاکل شوی ځانګړي استازي بیورن هانسن وکتل او په سیاسي او سمه‌ییزو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په ناسته کې ښاغلي هانسن وویل چې ناروې له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او تل یې هڅه کړې د افغانستان په ثبات کې رغنده رول ولوبوي. ښاغلي هانسن زیاته کړه چې په افغانستان کې د امنیت، مخدره توکو سره مبارزه او ځينو نورو برخو کې پام وړ لاسته راوړنې شویې لیدل کیږي او اړتیا ده چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کیدو سره لا زیاتو همکاریو ته لاره هواره شي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ناروې له خوا له اسلامي امارت سره له ٢٠٢١ م کال وړاندي او وروسته مثبتو اړیکو او همکاریو مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د راغلي ثبات څخه باید اعظمي استفاده وکړو، او د افغانستان د حکومت له خوا رامنځ ته شوي پرمختګونه د همکاريو د لا پراختیا لامل شي.