د رسول الله صلی الله عليه وسلم اسلامي دولت یوازې د داخلي نظم، عدالت او سوکالۍ لپاره نه و، بلکې په نړیوالو اړیکو، مذاکراتو او ډیپلوماسۍ کې یې هم بې ساری مثال پرېښود. د نبوي دولت بهرنی سیاست د دیني اصولو، اخلاقي ارزښتونو او ستراتیژیک فکر پر اساس و، چې نن ورځ هم د نړیوالو اړیکو، سیاسي خبرو او ډیپلوماټیکو پرېکړو لپاره مهم درسونه لري.
په نننۍ نړۍ کې، چې هېوادونه د سولې، همکارۍ او متقابل احترام په لټه کې دي، د نبوي دولت د ډیپلوماسۍ اصول، هوښیاري، روڼوالی، اخلاق، انصاف او د شرایطو مطابق تګلارې یې لوی ارزښت لري، چې په دې مقاله کې یې مهمو ت ګلارو ته د بېلګې په ډول لنډه او ځغلنده کتنه کېږي:
دعوت او جهاد
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه سنجول شوي او پیاوړي پلان له مخې لومړی د اسلامي دولت داخلي ثبات ټینګ کړ، مدینه منوره له هغو عناصرو پاکه کړه، چې ژمنې یې ماتولې او ناامني یې رامنځته کوله. وروسته یې د مکې له مشرکانو سره د حدیبیې سوله وکړه او همدارنګه د خیبر په فتحې سره یې له شمالي لوري ګواښونه پای ته ورسول.
کله چې کورني او نږدې بهرني خطرونه له منځه ولاړل، نو نبوي دولت له خپلو پولو بهر د دعوت او اړیکو نوی پړاو پیل کړ، د سیمې او نړۍ مشرانو ته لیکونه واستول او د اسلام بلنه یې ورکړه. دا بهیر د هغه وخت د دود له مخې د اوسني عصر د استازو او ډیپلوماټیکو اړیکو په څېر پر مخ وړل کېده.
د نبوي دولت بهرنی سیاست په بنسټیز ډول پر دعوت ولاړ وو که چا اسلام مانه، د اسلامي ټولنې غړی کېده؛ که یې نه مانه، جزیه به یې ورکوله؛ او که یې جګړه غوره کوله، نو مقابله ورسره کېده. په همدې تګلارې اسلام په چټکۍ خپور شو، د عربو ټاپووزمه فتحه شوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په وروستیو کلونو کې ګڼ خلک او وفدونه اسلام ته داخل شول.
بهرنیو هېوادونو ته د سفیرانو لېږل
د سفارت مفهوم له اسلام مخکې هم په مکه کې دود و او په قریشو کې دا دنده ځانګړو کورنیو ته سپارل کېده؛ خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د یو ځانګړي دولت د استازي په توګه د استازي چارې د سفیر، رسول او بَرید تر نومونو لاندې نوي پړاو ته داخلې شوې او په دې توګه نبوي دولت د لیکونو، شخصي اړیکو او رسمي استازو له لارې خپل پیغام نورو ته رساوه، تردې چې استازولي یوه مهمه او منظمه دنده وګرځېده او په ځانګړې پاملرنې ترسره کېده. تاریخي سرچینې ښايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له قبایلو، سیمهییزو مشرانو او نړیوالو واکمنانو سره سلګونه لیکونه، تړونونه او موافقې ترسره کړې، چې دا د اسلامي دولت د فعال، منظم او اغېزمن بهرني سیاست څرګندونه کوي.
د نبوي دولت د سفیرانو ځانګړنې
د سیرت له مخې، رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا پنځلس سفیران بېلابېلو پاچاهانو ته واستول. له حارث بن عمیر الازدي پرته، چې نوموړی د بُصری پر لور په لاره کې شهید شو، نورو ټولو خپل ماموریتونه په بریالیتوب ترسره کړل. دغه سفیران وتلي، بااعتماده او د لوړو اخلاقو څښتنان وو، چې د روم، فارس، مصر، حبشې او د عربو د بېلابېلو سیمو واکمنانو ته واستول شول. د دوی ټاکنه د وړتیا، امانت او بلاغت پر بنسټ وه، څو د اسلام پیغام په اغېزمن او مناسب ډول ورسوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې لیکونه د عربي قبایلو مشرانو ته هم استولي دي. ظبیان بن مرشد الدوسي یې د بني بکر بن وائل پر لور ولېږه، جریر بن عبدالله البجلي یې ذالکلاع بن ناکور ته واستاوه، او عمرو بن امیه الضمري یې مسیلمه کذاب ته ولېږه. دا اقدامات ښيي چې نبوي دولت له قبایلو سره د اړیکو په ټینګولو او د دعوت په رسولو کې هم منظم او هدفمند ډیپلوماټیک تعامل درلود.
دغه لیکونه رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیبیې له سولې وروسته، د شپږم هجري کال په پای او ځینې یې د اووم کال په پیل کې ولېږل. د دې اقدام مهمه پایله دا وه؛ چې د اسلام پیغام د هغه وخت مطابق د نړۍ تر کچې خپور شو او دا خبره څرګنده شوه، چې اسلام یو نړیوال دین دی او محمد صلی الله علیه وسلم د الله وروستی استازی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو سفیرانو لپاره داسې تګلاره غوره کړې وه، چې نن هم د ډیپلوماټیکو اصولو له مخې ارزښت لري. سفیران به په دقت ټاکل کېدل او د پوهې، فصاحت، ښه اخلاقو، مناسب لباس او لوړ اهلیت څښتنان وو، څو د اسلامي دولت غوره استازیتوب وکړي. دا استازي په علم، وینا او اداره کې وتلي کسان وو او د همدې ځانګړنو له امله یې د اسلام پیغام په اغېزمن او باوقاره ډول تر نورو ورسوه.
د سفیرانو امان (ډیپلوماټیک مصؤنیت)
په نبوي دولت کې سفیرانو ته ځانګړي حقوق ورکړل شوي وو، چې له مهمو یې «امان» و، چې په معاصره اصطلاح کې ورته ډیپلوماټیک مصؤنیت ویل کېږي. د دې اصل له مخې به سفیر، د هغه کورنۍ او ملګري په بشپړ امنیت کې وو.
اسلام د بهرنیو استازو درناوی او ساتنه لازم ګڼلې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې هر څومره سفیران راغلي، هېڅ یو ته یې زیان نه دی رسولی، حتی که هغوی توندې او نامناسبې خبرې هم کړې وې. دا د ډیپلوماټیکو اصولو د عملي درناوي روښانه بېلګه ده.
که څه هم ځینو نورو واکمنانو د اسلامي استازو سره ناوړه چلند وکړ او ان ځینې یې شهیدان کړل، خو نبوي دولت تل د سفیرانو د مصؤنیت اصل مراعات کړ. دا تګلاره د اسلامي ډیپلوماسۍ د عدالت، زغم او اصولي تعامل څرګندونه کوي.
په ټولیزه توګه، د نبوي دولت ډیپلوماټیک اصول، د سفیرانو امان، دینی ازادي او درناوی د اسلامي ډیپلوماسۍ بنسټ جوړوي او د وخت د نړیوالو اړیکو د معیارونو سره مطابقت لري.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سفیرانو ځانګړتیاوې
د نبوي سفیرانو ټاکنه د ځانګړو صفاتو پر بنسټ ترسره کېده، چې دلته یې له مهمو یادونه کېږي:
o ښکلې څېره او نوم: استازي به ښکلې ځواني او ښه نوم(شهرت) درلود، لکه دحيه الکلبي رضی الله عنه چې په ښايست کې د بېلګې وړ و.
o هوښياري او پوهه: استازي به هوښيار، معقول او د سیمې په حالاتو پوه ول، لکه عمرو بن العاص او عبدالله بن حذافه.
o فصاحت او بلاغت: استازي به فصيح او مدلل وو، لکه حاطب بن أبي بلتعه چې په مقوقس یې خبرو اغېز وکړ.
o د سیمې ژبې سره بلدتیا: استازي به د هغه ځای د خلکو ژبه زده کړې وه، ترڅو د پیغام تشریح په مناسبه توګه وکړي.
دې ځانګړتیاوو به ډاډ څرګندوه، ترڅو استازي د اسلامي دولت غوره استازیتوب وکړي او د اسلام پیغام په ښه او اغېزمن ډول ورسوي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ليکونو ډيپلوماتيکې ځانګړتياوې
رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل پیغام د نړۍ پاچایانو او مشرانو ته د لیکونو له لارې په ډيپلوماټيکه، نرم او اغېزناکه بڼه وړاندې کاوه. دا لیکونه به لنډ، واضح او له تشنج څخه پاک وو او د مؤثرې اړیکې اصول به يې مراعتول.
د بېلګې په توګه د روم پاچا هِرقل ته یې، د لېږل شوي ليک ځانګړتياوې داسې وې:
o د مخاطب مقام ته درناوی: پاچا ته د هغه د لوړ مقام په پام کې نیولو سره خطاب شوی و، لکه «عظيم الروم» چې دا د ډيپلوماتیک ادب یوه مهمه برخه ده.
o په متوازن ډول د اسلام سپېڅلتیا څرګندول: په دغه لیک کې لومړی د رسول الله نوم یاد شوی او بیا د پاچا نوم، ترڅو څرګنده شي چې اسلام پرته له توهین او فشاره لوړ پیغام لري.
o لنډ او روښانه متن: د لیک پیغام ساده او په نرمۍ وړاندې شوی و، څو لوستونکي یې په اسانۍ درک کړي.
o هڅونه او خبرداری په معتدل ډول: لیک دواړه پيغامونه درلودل؛ مسلمان شه، په امن کې به اوسې (هڅونه)، که انکار وکړې، د عمل پایلې به درته څرګندې شي (خبرداری)، خو دغه دواړه پیغامونه په نرمه او متوازنه ژبه وړاندې شوي وو.
o د مخاطب د حالاتو سره سمون: هر لیک د هغه قوم او مشر د شرایطو مطابق لیکل کېده، ترڅو د شخړې او فشار(هارډ پاور) مخه ونیسي.
o دقت او ژورتیا: الفاظ به لږ کارول کېدل؛ خو معنا به يې ژوره او جامع وه، لکه «اسلِم تسلَم»؛ یعنی مسلمان شه نو په امن کې به اوسې.
په ټولیزه توګه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیکونه د ډيپلوماټیکې هوښیارۍ، نرمۍ او ستراتېژیک فکر هغه ښکلې بېلګې وې، چې د احترام، بلاغت او مؤثره اړیکو اصول به يې په بشپړه مانا مراعتول.
د نبوي ليکونو تګلاره
رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل ژوند کې مختلفو هېوادونو، قبائلو او خلکو ته بېلابېل لیکونه استولي دي، چې په ځینو لیکونو کې به څو موضوعات شامل وو، ځینو کې به یوازې د اسلام بلنه وه، ځینو به یې د جزیې یا د اهل ذمه حقونه تشریح کول او حتی ځینو به یې شرعي احکام بیانول.
خو د ترتیب له مخې یې معمولاً تګلاره داسې وه:
o د لیک پیل: د لیک په پیل کې به یې خپل نوم او صفت ذکر کاوه: «من محمد رسول الله» یعني د الله رسول محمد له خوا. بیا به د مخاطب نوم او لقب ذکر کاوه، لکه «عظيم الروم» به یې قيصر لپاره، «صاحب مصر» به یې د مقوقس لپاره او «ملک الحبشة» به یې د نجاشي لپاره کاروه.
o اسلام بلنه: په لیک کې به یې د اسلام پیغام په نرمۍ او مؤثره بڼه وړاندې کاوه: «إني أدعوک إلی الله وحده» یعني زه تا یواځې د الله لورې ته رابلم.
o د اهل ذمه جزیه: هغوی ته چې په خپل دین به پاتې وو، لیکل: «ومن بقي على دينه فعليه الجزية» – څوک چې په خپل دین پاتې کېږي، نو جزیه پرې لازمه ده.
o د شرعي احکامو تشریح: ځینې لیکونه یې د دیني او حقوقي مسایلو وضاحت لپاره ول، لکه د بحرين والي عمرو بن حزم ته یې په لیک کې شرعي احکام روښانه کړي وو.
o لیک پای او سلام: لیکونه به یې د حمد او دعا وروسته پای ته رسول، «امابعد» یا «هذالکتاب» به یې کاروه او په پای کې به یې سلام لیکلی و. ځینې لیکونو به یې نېټه او د استازي نوم هم درلود.
په ټوله کې ویلی شو؛ چې د نبوي لیکونو کړنلاره د ډيپلوماتیک ادب، احترام او نرمۍ اصولو په پام کې نیولو سره وه او د مخاطبانو سره یې اړیکې په متوازن او اغېزناک ډول پرمخ وړلې .
د نبوي دولت آرشيف «بيت القراطيس»
رسول الله صلی الله عليه وسلم به د هر ليک د استولو پر مهال يوه نسخه ځان سره ساتله او ځینې ليکونه به د صحابو په امانت خوندي ساتل کېدل لکه: له عبدالله بن عباس رضي الله عنه سره ځینې نسخې خوندي وې او وروسته يې ځینې ابوبکر بن حزم او عروة بن الزبير ته ورسېدې. د حضرت عمر رضی الله عنه په خلافت کې د لیکونو ساتنه منظم شوه او د حضرت عثمان له کور سره نږدې ځانګړی ځای ورته جوړ شو، چې «بيت القراطيس» به ورته ویل کېده، چې د اسلامي دولت رسمي ارشيف او د اسنادو د ساتنې دفتر و.
رسول الله صلی الله عليه وسلم پوهېده چې رسمي لیکونه باید ټاپه ولري، نو خپله ځانګړې ټاپه یې جوړه کړه او امر يې وکړ چې هیڅوک دې ته ورته ټاپه نه جوړوي. دغه ټاپه معيقيب بن ابي فاطمه ته سپارل شوې وه او د هغې نقش داسې و: «الله، رسول، محمد». ځینې لیکونه حتی مهر بند او یوازې د ترلاسه کوونکي لپاره وو، څو د لیک محرمیت خوندي پاتې شي. د مثال په توګه: رسول الله صلی الله عليه وسلم یو ټاپه شوی او بند شوی لیک عمرو بن العاص او عبد ابني الجلندي ته واستوه، چې هغوی وروسته بیا د اړتیا په مهال په مناسب وخت کې ولوسته.
دا کړنلاره د اسلامي دولت د اداري شفافیت، د رسمي اسنادو اعتبار، او د محرمیت ساتنې یوه پیاوړې بیلګه ده، چې د شرعي اصولو او هم د اداري نظم سره بشپړ مطابقت لري.
د بهرنيو وفدونو هرکلی(ډيپلوماتیک تشريفات)
د هجرت په نهم کال، مدينې منورې د نړۍ پام ځان ته راواړوه، د سيمې او نورو هېوادونو ډیرو وفدونو د نبوي دولت سره د اړيکو ټينګولو لپاره مدينې ته سفر وکړ. نبوي دولت د هغه وخت منل شویو عرفونو سره سم، استازو ته لوړ هرکلی، ښه تعامل او تشريفاتي خدمات برابر کړل، څو د امن او اعتماد فضا رامنځته شي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم به بهرني استازي په غوره لباس او ښکلې زينت سره هرکلی کاوه، صحابو ته به يې د ښه لباس اغوستلو امر کاوه او د مهمو کسانو لپاره ځانګړې درناوی څرګندوه، لکه څرنګه چې هغه خپل څادر نږدې وفدونو ته هوار کړ او پخپله ورته نږدې کېناست، چې دا چلند د وقار او مقام ته په کتو د درناوي ښکارندوی کوي.
د بهرنیو وفدونو استوګنځي او خواړه هم د تشريفاتو برخه وه. ځانګړي کورونه لکه د رمله بنت الحارث او عبدالرحمن بن عوف کورونه د مېلمستون په توګه ځانګړي شوي وو او مېلمنو ته به مناسب خوراکونه برابرول کېدل. چې په دې سره د مهمو مېلمنو راحت او د نبوي دولت د نیکنامۍ ساتنه تضمین شوه.
رسول الله صلی الله عليه وسلم به بهرنیو وفدونو ته د خدای په امانۍ پر مهال ډالۍ ورکولې، اګر که وفدونه به ایمان لرونکي وو یا نه او ځینې وخت به نقدې ډالۍ هم ورکړل شوې. دا د نبوي دولت د ډيپلوماتیکو تعاملاتو یوه مهمه برخه وه او صحابو ته يې وصيت کړی و چې د وفدونو سره په هغه څېر چلند وکړي، لکه څنګه چې به هغه کاوه.
په دې ډول، د اسلامي دولت تشريفاتي تعاملات د وقار، شفافيت، او د بهرنيو اړیکو د سمون تضمین شو.
د نامسلمانو سره تعامل
رسول الله صلی الله عليه وسلم له ټولو نامسلمانو(کافرانو) سره، حتی له حربيانو، سره د خبرو او تعامل دروازه پرانيستې ساتله. هغه به تل په نرمه لهجه، حکمت، او غوره اخلاقو سره خلک د اسلام لور ته رابلل، لکه څنګه چې قرآن ورته لارښوونه کوي:
«ادعُ إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي أحسن» (سورة النحل: ۱۲۵)
د خپل رب لارې ته په حکمت او ښه نصيحت بلنه وکړه او د خلکو سره په غوره توګه بحث وکړه.
نرمې خبرې او ښه تعامل
رسول الله صلی الله عليه وسلم به د بهرنيو وفدونو سره هم په نرمه لهجه خبرې کولې، د هغوی دلائلو ته به غوږ نیوه او د هغوی لمونځ او دودونه به يې په احترام منل. د نجران د مسيحي وفد مثال ښايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی ته د لمانځه اجازه ورکړه او بیا یې د اسلام بلنه ورکړه. د دښمن ستاينه
رسول الله صلی الله عليه وسلم به د دښمن غوره صفتونه ستایل، لکه: د خالد بن الوليد رضي الله عنه له ایمان راوړلو وړاندې پوځي وړتيا او د حبشې پاچا نجاشي انصاف او صداقت. لنډه دا چې هغه به د ښه اخلاقو، حکمت او پوهې درناوی کاوه، حتی که دښمن یې هم و.
ښېګڼه او مرسته
هغه به له هغو کافرانو سره ښېګڼه کوله چې له مسلمانانو سره په جګړه کې نه وو او اړمنو ته به يې مرستې رسولې. د مکې وچکالي پر مهال يې ابوسفيان او صفوان بن امیه ته پېسې او خوراکي توکي ولېږل، څو د بې وزله خلکو اړتیاوې پوره شي.
د مشرانو او استازو درناوی
رسول الله صلی الله عليه وسلم به د کافرانو مشرانو سره ښه مدارات کاوه، هغوی ته به درناوی ښودل او صحابو ته به يې لار ښوونه کوله چې له درناوي او نرمه تګلارې کار واخلي. د کِسرا(ایران پاچا) له استازو سره تعامل د دې ستر ډيپلوماتیک چلند مثال دی، چې له تهدید او زور پرته، د خبرو او ډيپلوماتیکې هوښیارتیا له لارې د حق ثبوت ورکړل شو.
کافرانو سره تړونونه کول
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بهرني سیاست یوه مهمه برخه د تړونونو او تعهداتو کول وو. دا تړونونه د مدینې د داخلي سیاسي وضعیت، د قبائلو دودونو او د وخت او ځای شرایطو ته په کتو سره ترتیب شوي وو.
د حديبیې تړون
د حديبیې د سولې تړون کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه شرطونه ومنل چې د ټولې عربې جزیرې قبایلو سره یې د تړونونو دروازه خلاصه کړه، دې تړون لاندې لاسته راوړنې درلودې:
o دین په قبایلو کې خپور شو.
o یهودانو مرکز خيبر د امنیت لاندې پاتې شو، څو د مدینې پر وړاندې ایتلاف جوړ نکړي.
o مسلمانانو د دې تړون د موقع نه په استفاده نړیوالو مشرانو ته د اسلام بلنې لیکونه واستول.؛
o په پایله کې مکه معظمه پرته له کومې سترې جګړې فتحه شوه او خلک ډلهډله مسلمانان شول.
نور بېلابېل تړونونه
ځینې تړونونه به دفاعي، ځینې هجومي او ځینې به اقتصادي وو، لکه: د ځمکې محصول ورکول او داسې نور
خو ځينو بیا ځانګړي شرایط هم درولودل، لکه:
o «النصح للمسلمين» – د مسلمانانو سره ښېګڼه کول
o «وضيافتهم» د مسلمانانو مېلمستیا کول
o «السماح لهم باستعمال الماء» – د اوبو کارولو اجازه
o «السماح لهم بالمرور من الطريق» – د لارې اجازه
د تړونونو ځانګړنې
تړونونه به په ساده او روښانه الفاظو لیکل شوي وو، له سترو القابو او خرافاتو به پاک وو، یوازې د متعاقدینو نومونه او د تړون شرایط به پکې ذکر شوي وو. همدارنګه په تړونونو کې به د الله او رسول اطاعت شرط وو، لکه:
o «طاعة الله ورسوله»
o «الإسلام وطاعة الله ورسوله»
o «الإسلام إقامة الصلاة وإيتاء الزكاة»
حتی په ځینې تړونونو کې به د مشرکانو سره د اړیکو پرېکون هم شامل وو: «مفارقة المشرکين» خو ځينو تړونونه به داسې هم وو، چې هیڅ شرایط به یې نه لرل، دې لپاره چې قبایل خپل دودیز تعاملات وساتي.
همدارنګه په تړونونو کې به ډاډ و، که څوک د ظلم یا جګړې سره مخ شي، نو مسلمانان به یې مرسته کوي.
د تړونونو موخه
رسول الله صلی الله عليه وسلم غوښتل د قبایلو او اسلامي دولت ترمنځ د باور او امنیت اړیکې ټینګې کړي. دا تګلاره د اسلامي دولت دفاعي ستراتیژي وه، چې په دې سره د سیمې قبایل یا د مسلمانانو ملاتړي شول او یا هم بې پرې پاتې شول. د دې ستراتیژي له برکته مسلمانانو وکولای شول، د مدینې څخه تر نهه سوه کیلومتره واټن پورې د تبوک غزا ترسره کړي او د رومي امپراتورۍ سره مقابله وکړي.
له دښمن سره مذاکرات کولد رسول الله صلی الله عليه وسلم د بهرني سیاست یوه بله مهمه تګلاره د دښمنانو سره مذاکرات کول وو. هغه د رسالت د اهدافو د ترلاسه کولو یا د مخالفو لورو سره د تړون جوړولو لپاره همدا اصل کاروه.
د مذاکراتو تګلارې
د خبرو اترو اصول
o نرمې لهجه کارول، تند او تېزې خبرې نه کول.
o مقابل لوري ته د خبرو پوره وخت ورکول.
o د حالاتو او شرایطو سره سم موقف بدلول: کله نرم، کله کلک. ..
o د مذاکراتو هدف ته ژور پام کول، نه یوازې خبرې کول.
د مذاکراتو بېلګې
د نبوي دولت د ډیپلوماتیکو لارښوونو مهم درسونه او پایلې
۱. په بهرنيو اړيکو کې د نړيوال عرف مراعات
۲. د سفيرانو ځانګړي صفاتمسلمان سفير بايد لاندې ځانګړنې ولري:
۳. د رسمي ليکونو او تړونونو اصول
۴. تشريفات او اداب
۵. ډالۍ ورکول او منل
۶. له نامسلمانو دولتونو سره اړيکې
۷. د نامسلمانو استخدام
اسلامي دولت کولای شي نامسلمان وګړي په مناسبو دندو وګماري، له هغوی خدمت واخلي او د هغوی حقوق تأمين کړي.
۸. په مذاکراتو کې د نظام پر مصلحت تمرکزد صلح حدیبیه له مخې، رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو د ژوند د ساتنې لپاره د سولې تګلاره غوره کړه او جګړه یې ونه کړه.
۹. پر اسلامي ارزښتونو ټينګ درېدل
سرچينې
۱۳. السيرة النبوية لابن کثير، ټوک ۳، مخ ۵۰۸.
۱۴. المبسوط للسرخسي، ټوک ۱۰، مخ ۹۲.
۱۵. كتاب الاموال لأبي عبيد، حديث ۶۴۴.