۰۴ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

مولوي امیر خان متقي، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ژوندلیک

ښاغلی متقي پېژندل شوی افغان سیاستوال او  د طالبانو د اسلامي غورځنګ له رهبري غړو څخه دی چې د افغانستان په مهمو سیاسي او اداري برخو کې د کار او فعالیت مخېینه لري. مولوي امیر خان متقي د ۱۴۰۰ل کال د سنبلې له ۱۶مې (۲۰۲۱م کال د سپټمبر ۷مې) نېټې راهیسې، وروسته له هغې چې کابل فتحه شو، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوي.  

نوموړی د کمونست رژیم په ورستیو کلونو کي چي نوی ځواني ته ورسید په هلمند ولایت کي یې مسلح جهاد پیل کړ کله چي د ډاکتر نجیب الله په مشري کمونسټ رژیم ونړید ښاغلي متقي هم د یو شمیر نورو مجاهدو طالبانو په څیر د خپل نیمګړي تعلیم پوره کولو ته مخه کړه. 

 په ۱۳۷۳ لمریز (۱۹۹۴م) کال کې چې کله په هیواد کي د واکمن انارشیزم په مقابل کې د طالبانو غورځنګ سر را پورته کړ، نوموړی له پیله له دغه غورځنګ سره یو ځای شو او د غورځنګ په چوکاټ کې یې فعالیت پیل کړ.

په ۱۳۷۳ل (۱۹۹۴م) کال کې د طالبانو له لوري د کندهار ښار له نیول کېدو څه موده وروسته مولوي امیر خان متقي ته د طالبانو د عالي شورا د غړيتوب ترڅنګ د کندهار د راډیو مسوولیت هم ور و سپارل شو. 

د ۱۳۷۴ لمریز (۱۹۹۵م) کال د سرطان په میاشت کې ښاغلی متقي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په حیث وټاکل شو.

 د ۱۳۷۵ لمریز (۱۹۹۶م) کال د میزان په میاشت کې چې کله پلازمېنه کابل د طالبانو له لوري فتحه شو، ښاغلی متقي  په همدې میاشت کي د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړي څو کاله د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه د خدمت ترسره کولو تر څنګ د  امارت رسمي ویاندويي هم کوله او رسنیو ته یې د اسلامي امارت مواقف بیانول.

په ۱۳۷۸ل (۱۹۹۹م) کال مولوي امیر خان متقي د چارو د ادارې د لوی رئیس په حیث وټاکل شو او له څه موده وظیفې ترسره کولو وروسته د ۱۳۷۸ل (۲۰۰۰م) کال د حوت په میاشت کي د ښوونې او روزنې د وزیر په حیث وټاکل شو چې  دا دنده یې پر افغانستان د امریکایي یرغل تر وخته سرته رسوله.  

د رسمي اداري دندو تر څنګ ښاغلی امیر خان متقي په ګڼو مواردو کې د افغانستان اسلامي امارت د مخکښ مرکچي په توګه هم دندې ترسره کړي. ښاغلي متقي (نېټه) د هغه پلاوي مشري هم پر غاړه درلوده چې له پخوانۍ شمالي ټلوالې سره د خبرو لپاره د اسلامي امارت د مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد لخوا ټاکل شوی و. د نوموړي تر مشرۍ لاندې یاد پلاوي له ټلوالي  سره د ازبکستان په تاشکند کې د ۶ + ۲ هیوادونو په ګډون او بیا د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد او بیا د اسلامي کانفرانس په منځګړیتوب د سعودي عربستان په جده کې مذاکرات ترسره کړل. 

د امریکایي یرغل په وړاندې د مقاومت  په پړاو کې مولوي امیر خان متقي ډېر کلونه د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون مشر و. نوموړي پر افغانستان د امریکايي یرغل په وړاندې ډېری برېښنايي، چاپي او تصویري شبکې را منځته کړې او له دې لارې یې د یرغل په تړاو ناویل شوې ناخوالې تر نړیوالو ورسولې. 

 په ۲۰۱۶م کال د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه دفتر د رئیس په توګه وټاکل شو. دوه کاله يې د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ریاست  چاري په غاړه درلودې  او ورسره له امریکایانو سره د مذاکراتو لپاره په ۲۰۱۹/۲/۱۲ م نیټه د مرکچي پلاوي غړی هم وټاکل شو.

ښاغلی متقي د مقاومت په وروستیو کلونو کې د ۲۰۲۱م کال د جنوري په ۶مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد، جلب او جذب کمېسیون د رئیس په توګه وټاکل شو. د دغه کمېسیون له لارې د پخوانۍ کابل ادارې له ډېرو غړو سره خبرې وشوې چې په پایله کې يې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ ۱۵مې تحول په عادي او سوله‌ییز ډول ترسره شو. 

مولوي امیرخان متقي د مرحوم حاجي نادرخان زوی او په ۱۳۴۹ هجري لمریز (۱۹۷۰م)  کال د کب د میاشتې په اوومه نېټه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې زېږېدلی. د ښاغلي متقي کورنۍ په اصل کې د پکتیا ولایت اوسیدونکې ده چې وروسته هلمند ته کوچېدلي دي.

مولوي امیرخان متقي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپلې سیمې په ښوونځي او مسجد کې پیل کړې. د کمونستانو له کودتا او د شوروي له یرغل وروسته اړ شو چي په نهه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته هجرت وکړي. د هجرت په ماحول کې یې دیني زده کړو ته مخه کړه. د افغان مهاجرینو په مختلفو دیني مدارسو کې یې صرف، نحو، منطق، بیان، فقه، حدیث، تفسیر او نور مروج علوم ولوستل او د دیني علومو د فراغت دستار یې پر سر کړ.