د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کوي چې په بهر کې په ځانگړي ډول په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له مشروع حقونو دفاع وکړي او نوموړو ته اسانه قونسلي خدمتونه وړاندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت، خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو ترسره کولو په موخه په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي او قونسلي استازولیو بیا بیا غوښتنه کړي ده، چې لږ تر لږه د قونسلي چارو په برخه کې له مرکز سره تعامل وکړي؛ خو په خواشیني سره باید ووایو، چې د یادو ډېری استازولیو له لوري کړنې د مرکز سره په نه همغږۍ، خپل سرۍ او له شته منل شوو اصولو څخه په ښکاره سرغړونې پرمخ بېول کیږي.
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې مېشتو هېوادوالو ته یو ځل بیا خبر ورکوي، چې د دې اعلامیې د خپرېدو له نېټې وروسته د لندن، بلجيم، برلين، بن، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، يونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او استراليا استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه لکه: وثایق، تصادیق، عدم مسؤلیت پاڼه، پاسپورټ صدور، پاسپورټ تمدیدي سټیکر، ویزې سټیکر، او … د مرکز او اړوند نهادونو له لوري د منلو وړ نه دي او د بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه لري او نه اجراآت پرې ترسره کیږي.
د یادولو وړ ده، چې بهر مېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.