په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل
په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسائلو هر اړخيزې خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغان مهاجرینو په جبري اخراج او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله او د دې وضعیت د تغیر غوښتنه یې وکړه.
د پاکستان د سفارت سرپرست وویل، چې د اسلامي امارت تشویش درک کوي او یاده موضوع به له اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.
په پای کې د دواړو لوریو لخوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو په کولو او د لوړ پوړیو پلاوو پر تګ راتګ ټینګار وشو.